د ځنګلونو بیارغونې او پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې دوه زره هکټاره ځنګلونه روغول کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۱:۴۷
د ځنګلونو بیارغونې او پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې دوه زره هکټاره ځنګلونه روغول کېږي

۱۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د صبریو، باک او ځاځي میدان په ولسوالیو کې نږدې دوه زره هکټاره ځنګلونه رغول کېږي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو ځنګلونو د بیارغونې په پار د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ۲۷۶ زره ډول ډول نیالګي، چې په کې د چهارمغز، بادام او انارو نیالګي شامل دي چمتو شوي دي، چې د یادو ولسوالیو د ځنګلونو او څړځایونو د شوراګانو په واک کې ورکول کېږي.ددغو نیالګیو په کښېنولو سره به دوه زره هکټآره ځنګلونه ورغول شي او ترڅنګ یې خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه ددې ولایت د تخریب شویو ځنګلونو بیارغونه، د طبیعي سرچینو پراختیا او بډاینه، سیمې ته ښکلا او زرغونتیا ورکول او په ټوله کې خلکو ته د کار زمینه باربرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت