د ځمکې چارو ریاستونو سره تخنیکي غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۷:۵
د ځمکې چارو ریاستونو سره تخنیکي غونډه دائره شوه


۲۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د افغانستان د ټولو ځمکو د معلوماتو راټولولو په پار د ځمکې چارو ریاستونو سره تخنیکي غونډه دائر کړه.
مولوی عطاءالله عمري په دې غونډه کې وویل: «په ټولیزه نقشه اخیستنه، تشخیص او تثبیت سره، کرنیزې ځمکې له جعل، تذویر غصب او  زورواکو څخه خلاصېږي او خوندي کېږي.»
مولوی عمري زیاته کړه، د افغانستان ټوله نقشه په ځانګړې توګه د ځمکوالۍ او کرنیزې برخې دي بررسي شي، کرنیزې برخې یې بېل، غرونه او سیندونه یې بېل، دولتي او شخصي ځمکې یې بېل، څړځایونه دې مشخص او د پولو سرحدات دي معین شي.
د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د ځمکې چارو ریاست دکرنې وزارت سره یوځای شوی دی، د ځمکو چارو لوی ریاست تر چتر لاندې د جیودیزې او کډسټر، فوتوګرامټري، کارټوګرافي، ميټا او ډيټا، سروې او کډسټر، د ځمکوالۍ معلومات ریاستونه او د اداري چارو د همغږۍ آمریت فعالیت کوي، چې د افغانستان په کچه د ځمکې او ځمکوالۍ له اړخه تخنیکي چارې پرمخ وړي.


جلسه تخنیکی با ریاست‌های اراضی برگزار شد
۲۶ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری جلسه تخنیکی را با ریاست‌های اراضی به منظور  جمع آوری معلومات کلی اراضی افغانستان برگرار نمود.
مولوی عطاءالله عمری در این جلسه تخنیکی گفت:« با تثبیت، تشخیص و نقشه برداری کلی از جعل، تذویر، غصب و زورگویی، زمین‌های زراعتی خلاص شده و مصونیت پیدا می‌کنند.»
مولوی عمری افزود، تمام نقشه افغانستان به خصوص بخش‌های زراعتی و زمینداری بررسی شود، بخش‌های زراعتی آن جدا، کوها و دریاها جدا، زمین‌های دولتی و شخصی جدا، علفچرها ها مشخص، و حدود سرحدات معین باشد.
با روی کار آمدن امارت اسلامی ریاست اراضی با وزارت زراعت ادغام شد، ریاست عمومی اراضی تحت اثر خویش ریاست های جیودیزی و کدستر، فوتوگرامتری، کارتوگرافی، میتا و دیتا، سروی و کدستر، معلومات زمینداری و آمریت انسجام و امور اداری را دارا است که بخش تخنیکی را در سطح افغانستان از لحاظ اراضی و زمینداری به پیش می‌برند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت