د ځمکو چارو لوی ریاست کې د اجرایوي مسوولینو د فعالیتونو په پار غونډه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۳۲
د ځمکو چارو لوی ریاست کې د اجرایوي مسوولینو د فعالیتونو په پار غونډه وشوه

په هغه غنډه کې چې د ځمکو چارو رياست په مقام کې جوړه شوې وه، د دغه ادارې لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د ځمکو ادارې د بېلابېلو څانګو د ریاستونو د اجرایوي برخې له مسوولینو سره خبرې او خپل نظرونه ېې شریک کړل.
د غونډې په پیل کې د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د ستونزو هوارولو او د فعالیتونو د ښه پرمختګ په موخه اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ورپسې د رياستونو د اجرائيه برخې مسوولين د اراضۍ له رهبرۍ نه مننه وکړه وې ویل زموږ په ځانګو کې يو شمېر ستونزې لکه د اسنادو د ثبت لپاره د ډېټابیس جوړول همدارنګه د کاري چارو د ښه والي په اړه يې د پلان او پالیسۍ ریاست له خوا د اجرائيه مديرانو لپاره د سمينارونو جوړولو غوښتنه وکړه.
د ځمکو ادارې لوی رییس ووېل له نن څخه روسته که په کومه اداره کې اسناد ځنډول کېږي احکام، فرامین او مصوبات په سمه توګه نه تعقيبېږي او یا هم په دې برخه کې بې تفاوتي منځته راځي نو زه د رياستونو د اجرائيه برخې کارمندان مسؤل ګڼم.
همداراز د ځمکو ادارې رهبري زیاته کړه د رياستونو د اجرايې څانګې مسوولينو څخه هيله کوم مخکې له دې چې اداره ستاسو د کارونو په هکله تصميم ونيسي ښه به دا وي که مو څوګ په کار کې خنډ رامنځته کوي او يا هم ستاسو په کارونو کې مداخله کوي نو تاسې بايد موضوع د ادارې له مشرتابه سره شريک کړي تر څو يې په اړه پرېکړه ونيول شي که نه نو، له هغه نه وروسته هیڅ عذر د منلو وړ نه دی
ښاغلي ملا عبدالرحمن رحماني د ځمکو ادارې لوی رئیس د دغه رياست له اجرائيه څانګې  څخه وغوښتل، د رياستونو د اجرائيه برخې لپاره د يو طرزالعمل په جوړولو د نصرالله جعفري په مشرۍ دې پنځه کسیزه کمیټه جوړه شي او ټولو مسوولينو ته يې هدايت ورکړ چه د دغه طرزالعمل په تطبيق ګولو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلي. 
په پای کې د رياستونو د اجرائيه برخې مسوولين د ادارې له رهبرۍ نه مننه وکړه او د کاري چارو د ښه والي په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړل او ژمنه يې وکړه، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې به له پوره ايماندارۍ او صداقت څخه کار واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت