د ځمکو چارو ادارې لوی رییس له ختيځ زون څخه راغلي پلاوي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۰:۲۱

١۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني له ختیځ زون څخه راغلي پلاوي سره د دغه ریاست په مقام کې ناسته ترسره کړه. 
یاد پلاوی چه مشرۍ يې د جیوديزي او کدستر عمومي ریيس مولوي سعيدالرحمن مظهري کوله ختیځ رون ته د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کارکوونکو لپاره د استملاک، تصفیې، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادلې، او د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکې بانک په حقوقي او تخنیکي برخو کې د روزنیز سیمینار دائرولو په موخه تللي وو.
په پیل کې د جیوډیزي او کدستر عمومي رییس ننګرهار ولايت کې د یاد پلاوي درې ورځني سفر موخه او د هغو د کاري اجرااتو مکمل راپور همداراز په ختیځ زون ( ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ) ولایتونو کې د ځمکوالۍ په برخه کې شته ستونزې او د هغو څانګو وړاندیزونه هم په مفصل ډول دځمکو چارو ریاست له مشرتابه سره شریک کړل.
دغه راز د کرنې وزارت د ځمکو چارو ادارې لوی رییس د مسؤولینو د خبرو اورېدو وروسته د هغو له زیار او هڅو څخه مننه وکړه او ټولو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغه سفر مکمل راپور دې په کتبي توګه د اراضي عمومي ریاست له مقام سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت