د ځان بسیاینې په پار هڅې؛ د ننګرهار کانال ریاست کې د وطني تولیداتو کارخونه فعال شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۹:۵۱
د ځان بسیاینې په پار هڅې؛ د ننګرهار کانال ریاست کې د وطني تولیداتو کارخونه فعال شو

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چاراکي وایي، چې ددې کانال اړوندو د زیتونو فابریکه کې د جامو مینځلوصابون، روب او چکنۍ جوړولو چارې پیل شوي دي.
ددې کار موخه هېوادوالو ته وطني او اعلی ډوله صابون، باکیفیته د رومیانو روب  او چنکي وړاندې کول دي، چې ورسره به د کانال د عوایدو کچه لوړ او هېوادوالو به د پردیو له احتیاجه خلاص او ترڅنګ یې هېواد ځآن بسیاینې ته یوګام نور هم نږدې کول دي.
د چارواکو په خبره د زیتونو په فابرېکه کې د زیتونو د سوچه او خالصو تېلو او اچارو د پروسس سربېره، اوس په دې فابرېکه کې له کابو درېيو لسیزو وروسته د ځان مینځلو او جامو مینځلوصابون جوړېږي، چې دغه صابون پخپل ترکیب کې یوه اندازه د زیتونو سوچه او خالص تېل هم لري. دغه راز د ننګرهارکانال شرکت د صابون ترڅنګ د رومیانو روب او چکني هم جوړوي، چې په نږدې ورځو کې به د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې شي. 
د ننګرهارکانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل:  «له دې وروسته به زموږ درانه ننګرهاریان د پردیو له بې کیفیته صابون، روب او چکنیو څخه خلاص شي، دویته به خپل وطني توکي وړاندې شي».
د ښاغلي کظیم په خبره  د رومیانو د روب جوړولو څخه موخه د رومي بانجانو د ضایعاتو مخنیوی، غیر موسمي وخت کې له همدې روبو څخه ګټه پورته کول، د وارداتي روبو مخنیوی د بزګرانو تولیداتو ته بازار موندنه او د کانال ریاست او د بزګرانو د اقتصاد پیاوړي کول دي .
د وطني تولیداتو په زیاتوالي سره به هېواد ځان بسیاینې ته نږدې او ترڅنګ یې کورني او ملي اقتصاد هم پیاوړي کېږي او ورسره خلکو ته دکار زمینه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

هرات ولایت ته د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی د رییس سفر

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او وياندوی مولوي شیرمحمد حاتمي، د دې ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۵۱
Background image

هلمند کې یوشمېر کروندګرو ته د ګلپي نبات د ساتنې او افاتو د مخنیوي روزنه ورکړل شوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو ددې ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

غزني کې له درملنې وروسته روغو شوو روږدو کسانو ته د شېدو ورکونکو وزو د وېش پروګرام پلي شو

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارۍ په ترڅ کې، د «اکشن اېډ» موسسې په مالي ملاتړ د هغو کورنیو لپاره د شېدو ورکونکو وزو د. . .

بازگشت