د پیاز او کچالو زېرمتونونو او ممیزخونو د څلور زره او ۵۰۸ ودانیو رغنیزې چارې پیل شوې.

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۱۴:۵۵
د پیاز او کچالو زېرمتونونو او ممیزخونو د څلور زره او ۵۰۸ ودانیو رغنیزې چارې پیل شوې.

۳۰ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، له خوا د «کرنې په اوونۍ» کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پیاز او کچالو لپاره د صفرانرژۍ زېرمتونونو او ممیزخونو د څلورو زره او ۵۰۸ ودانیو رغنیزې چارې او دغه راز د مېوو او سبو د لمریزو وچوونکو دستګاوو دوېش چارې پیل شوې.
دکرنې وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند اکبر رستمي وایي، چې دغه نوي ودانۍ دکرنې وزارت له بودیجې څخه د یو میلیارډه او ۳۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې په ټول هېواد کې پلي کېږي.
ښاغلی رستمي زیاته کړه، چې ددغو زېرمتونونو او د تازه کرنیزو محصولاتو د وچوونکو لمریزو دستګاوو ۶۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه لګښت یې ددې پروژې د برخمنو کسانو له خوا ورکول کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند وویل، چې د پیاز او کچالو د صفرانرژۍ زېرمتونونو او ممیزخونو او د تازه مېوو او سبو د وچوونکو دستګاوو د وېش موخه مدیریت، د واراتو ټیټوالی، د صادراتو زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو غوره پروسس دي.
اکبر رستمي وایي، چې د یادو نویو ودانیو جوړول ددې لامل کېږي، چې د وارداتو کچه ټیټ او د صادراتو کچه لوړ شي او دغه راز د ضافي کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو مخه ونیسي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت