د پکتیکا کرنې رییس د پاملرنې او اړیکو دفتر مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۴:۱۰
د پکتیکا کرنې رییس د پاملرنې او اړیکو دفتر مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

١٧ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ربیس الحاج مولوي محمد زمان (عمري) د پاملرنې او اړیکو دفتر مؤسسو له مسؤلینو سره په کتنه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو مدیریت په اړه خبرې وکړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
په دې کتنه کې د پکتیکا ولایت په کرنه، مالدارۍ او اوبو مدیریت باندې خبرې اترې وشوې. د کرنې ریاست رییس د یادو مؤسسو استازو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
پکتیکا یو کرنیز ولایت دی، چې د کرنې او اوبو لګولو مدیریت په برخه کې د مؤسسو همکاري د دې ولایت د اقتصادي ودې او د کلیوالو خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهمه ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت