د پکتیکا ولایت له مشرانو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۱
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل او د ځنګلونو د ساتنې غوښتنه یې وکړه.

۳۰ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل او د ځنګلونو د ساتنې غوښتنه یې وکړه.
د دې غونډې په پیل کې د پکتیکا والي د ځنګلونو په ساتنه کې د اسلامي امارت او ولسونو په مسوولیتونو خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې له دولت سره همکاري وکړي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم په خپلو خبرو کې د ځنګلونو اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ځنګلونو اساسي ګټې خلکو ته رسیږي او ټول باید د ساتنې لپاره لاسونه سره یو کړي.
مولوي عطاءالله عمري هم په تېرو څلورو لسيزو کې د ځنګلونو د پرې کېدو لاملونه وڅېړل او ويې ويل، چې د انقلاب پېر او جګړه د ونو د پرې کېدو لامل شوې ده. هغه زياته کړه، چې اوس له اسلامي حاکمیت سره سم به د ځنګلونو ساتنه په جدي توګه تر سره شي او هېڅوک يې د تخريب حق نه لري. دغه راز يې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د ځنګلدارۍ ټولنې د جوړولو او د ځنګلدارانو د ګمارلو خبره هم وکړه.
په پای کې د پکتیکا د څلورو ځنګلي ولسوالیو مشرانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د ځنګلونو ساتنې ته ژمن دي او له دولت سره به همکاري کوي.

دیدار وزیر زراعت با بزرگان ولایت پکتیکا
۳۰ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت پکتیکا با شماری از بزرگان و متنفذین این ولایت دیدار و خواستار حفاظت از جنگلات شد.
در آغاز این نشست، والی پکتیکا درباره مسئولیت‌های امارت اسلامی و مردم در حفاظت از جنگلات صحبت کرد و از مردم خواست تا با دولت همکاری کنند.
سپس مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت داخله، در سخنرانی خود به اهمیت جنگل‌ها اشاره کرده و تأکید کرد که منفعت اصلی جنگل‌ها به مردم می‌رسد و برای حفاظت از آن‌ها باید همه دست به دست هم دهند.
مولوی عطاءالله عمری نیز به بررسی دلایل تخریب جنگلات در چهار دهه گذشته پرداخت و گفت که دوران انقلاب و جنگ باعث قطع درختان شده است. او افزود که اکنون با حاکمیت اسلامی، حفاظت از جنگلات به شدت دنبال خواهد شد و هیچ‌کس حق تخریب آن‌ها را ندارد. همچنین، وی از تشکیل انجمن جنگلات و تعیین جنگل بان‌ها به منظور حفاظت از جنگلات خبر داد.
در پایان، چهار تن از بزرگان ولسوالی‌های جنگلی پکتیکا به نمایندگی از دیگران صحبت کرده و اطمینان دادند که به حفاظت از جنگلات متعهد بوده و همکار دولت خواهند بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت