د پکتیکا نهو ولسوالیو کې د مېوه لرونکو ونو ننداریز بڼونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۲:۰
د پکتیکا نهو ولسوالیو کې د مېوه لرونکو ونو ننداریز بڼونه جوړېږي

۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د عصري بڼوالۍ دودولو په پار د یوشمېر همکارو مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت په نهو ولسوالیو کې د مېوه لرونکو ونو ننداریز بڼونه جوړېږي.
د پکتیکا دکرنې ریییس الحاج مولوی شېرمحمد ذبیح وویل، چې دغه بڼونه په دې ولایت کې د عصري بڼوالۍ دودولو په موخه جوړېږي، چې د سروې چارې یې بشپړې شوي دي، او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
بلخوا د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره د همکارو مؤسسو له خوا د یوشمېر نیالګیو مرستې هم شوي دي، چې ورسره به ددې ولایت زرغونتیا او سمسورتیا ته زمینه برابره شي.
دغه نیالګي د همکارو مؤسسو له خوا د پکتیکا دکرنې ریاست ته ورکړل شوي دي، ترڅو د کړن لارې مطابق پر خلکو ووېشل شي او په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې وکرل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت