د پکتیکا مرکز کې یوشمېر نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۴۰
د پکتیکا مرکز کې یوشمېر نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

١۷ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز یو شمېر نباتي درملتونونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پېر او پلور څخه ډډه او د درملتونونو پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي، په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانیستلو او د غير قانونې درملو مخنيوي وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت