د پکتیکا مرکز کې پر یوشمېر مالدارانو د شېدو د پروسس توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۵۲
د پکتیکا مرکز کې پر یوشمېر مالدارانو د شېدو د پروسس توکي ووېشل شول

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دپکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،آر،ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز شرنې ښار پر ۲۰ مالدارانو د شېدو پروسس اړونده توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د شېدو پروسس کولو «چنر» ماشینونه وېشل شوي دي.
د پکتیکا ولایت دکرنې ریاست په خبره د شېدو د پروسس د ماشینونو د وېش موخه د نوي ټکنالوجۍ ترویج،  د شېدو پاکوالي ښه مراعتول، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د باکیفیته حیواني محصولاتو وړاندې کول دي.
باید وویل شي، چې د پکتیکا ولایت پر یوشمېر نورو مالدارانو به هم ورته مرستې ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت