د پکتیکا زرغون ښار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۲:۲۰
د پکتیکا زرغون ښار کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

۱۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د زرغون ښار ولسوالی  پر ۳۵۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
دغه مرستې د پکتیکا دکرنې ریاست، په پکتیکا کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسؤلینو، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت