د پکتیکا د کرنې رییس د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي لپاره د ډیلي او جاني خېلو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۱:۵۵
د پکتیکا د کرنې رییس د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي لپاره د ډیلي او جاني خېلو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې رییس محمد زمان عمري د ډیلي او جاني خېلو ولسوالیو څخه د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه لیدنه او څارنه وکړه. په دې لیدنه کې د ولسوالیو ولسوالانو، د استخباراتو مدیرانو، د کرنې او اراضي امریت مدیرانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو ګډون درلود او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې او بحثونه وشول. مسؤلینو ته د غصب شویو ځمکو د جدي مخنیوي سپارښتنه وشوه.
د لیدنې په ترڅ کې د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې او د حل لپاره یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې. محمد زمان عمري د خپلو پروژو د تطبیق، راتلونکو کاري پلانونو او خدماتي فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او د ولس له همکارۍ یې مننه وکړه، همدارنګه یې مسؤلینو ته د هرې برخې لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت