د پکتیکا دکرنې رییس د جاني خېل، یوسف خېل او خوشامند ولسوالیو له قومي مشرانو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۲:۴۸
د پکتیکا دکرنې رییس د جاني خېل، یوسف خېل او خوشامند ولسوالیو له قومي مشرانو سره وکتل

۲۲ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب ددې ولایت د جاني خېل، یوسف خېل او خوشامند ولسوالیو له قومي مشرانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او ننګونې واورېدل.
ددې کتنې په ترڅ کې یادو مشرانو وویل، چې هغه ځمکې چې د دوی په تصرف کې دي باید د کښت اجازه دې ورکړل شي، دوی وویل، چې په تېر حکومت کې د کرنې په برخه کې له دوی سره مرستې نه دي شوي.
د پکتیکا دکرنې رییس محمداسماعیل شکیب یادو مشرانو ته د د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د مشرتابه د حکم پر اساس د شاړو ځمکو وېشل تر امرثاني پورې بند دي. ښاغلی شکیب وویل، چې یادو قومي مشرانو ته وویل، چې د کرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې د مؤسساتو له خوا همکارۍ جلب او له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت