د پکتیکا درېیو ولسوالیو کې د انګورو بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۳:۳۸
د پکتیکا درېیو ولسوالیو کې د انګورو بڼونه جوړېږي

٢۱ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د جانخېل، یحي خېل او خیرکوټ ولسوالیو کي په ۳۰ جریبه ځمکه کي د انګورو بڼونه جوړېږي.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر محمد ذبیح وایي، چې دغه بڼونه د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د یونیم میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي، چې په ترڅ کې یې هره ولسوالی کې لس جریبه د انګورو بڼونه جوړېږي.
د یادو بڼونو د جوړولو موخه په دې ولایت کې د انګورو بڼوالۍ ته پراختیا ورکول، خلکو ته دکار زمینه برابرول او په ټوله کې د انګورو بڼونو معیاري کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت