د پکتیا په مرکز کې عمومي مسلخ څخه څارنه ترسره شوه  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۸
د پکتیا په مرکز کې عمومي مسلخ څخه څارنه ترسره شوه  

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امریت تخنیکي او مسلکي ټیم د پکتیا ولایت مرکز ګردیز د عمومي مسلخ څخه څارنه او کنټرول ترسره کړه.
د یادې څارنې پر مهال قصابانو ته د قصابیو د حفظ الصحې اصولو مراعتولو، بازار ته د پاکې او صحي غوښې عرضه کولو او د بې‌ کیفیته غوښو مخنیوی او نه پلورلو اړوند مهمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه، په دې نظارت کې قصابانو ته اړوندې مسلکي لارښوونې هم وړاندې شوې ترڅو په ښار کې د غوښې کیفیت خوندي پاتې شي او د خلکو روغتیا ته زیان ونه رسېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت