د پکتیا په احمداباد او سیدکرم کې ۶۵ کورني قوریې جوړیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۳:۳۳
د پکتیا په احمداباد او سیدکرم کې ۶۵ کورني قوریې جوړیږي

۲۵ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې په همکارۍ ددې ولایت د احمد اباد او سیدکرم ولسوالیو د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۶۵ کورني قوریې جوړوي. د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د جلغوزې او چهارمغزو دیادوکورنیو قوریو د جوړولو په پار پر بزګرانو د قوریو جوړولو اړونده توکي وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې ۳۵ او د سید کرم په ولسوالۍ کې ۳۰ کورني قوریو جوړولو په پار پر بزګرانو د کورنیو قوریو د جوړولو اړونده توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره په وېشل شويو توکو کې هر قوریه لرونکي ته ۱۴ بېلابېل توکي، چې په کې د جلغوزیو او چهارمغزو تخمونه، بېلچې او لاستې، د خېشاوې لپاره رمبې، پلاستیکي اوبه شیندونکی، د درملو شیندلو ماشین، توره او سپینه سره، د ناروغیو او افتونو د کنټرول درمل، پلاستیکي رسۍ، د جلغوزیو د کرلو لپاره پلاستیکي کڅوړې، د تونلونو لپاره پلاستیک او تونلونه ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې له دې پروژې څخه برخمن شوي ټول قوریه لرونکو ته د جلغوزې او چهارمغزو د کرکېلي روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۸:۴۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د غني‌خېلو نوي ښاروال سره د همغږۍ او پرمختګ په‌پار ناسته وکړه

 ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رییس، سيد محمد نعيم (محمدي)، نن د خپل کار په دفتر کې د غني‌خېلو ښاروالۍ له نوي ښاروال، قاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

بازگشت