د پکتیا مرکز ګردیز کې د دوو سربندونو او کانالونو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۲۰:۱۶
د پکتیا مرکز ګردیز کې د دوو سربندونو او کانالونو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي
 
۲ زمری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو او صادق خېلو د سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ډېر ژر به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د صادق خېلو د سربند او کانال چارې ۶۶ سلنه او د رحمت خېلو د کانال او سربند د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادو سربندونو او کانالونو په جوړېدو سره زرګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي او زرګونه کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي. دغه پروژه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلیږي، د روغولو چارې یې په بشپړېدو دي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د یادو سربندونو او کانالونو د تر پوښښ لاندې ځمکو کرنیز محصولات به هم د پام وړ زیات شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت