د پکتیا شواک کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د سربند، محافظتي دېوال او کانال جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۳۶
د پکتیا شواک کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د سربند، محافظتي دېوال او کانال جوړولو چارې پیل شوې

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
 د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شواک ولسوالی د نوي کوټ کلي کې د سربند، محافظتي دېوال او کانال جوړونې پروژه په ۲ میلیونه افغانیو لګښت پیل شوه. د دې پروژې د بنسټ ډبرې کېښودلو په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عشر آمر مولوي زاهب الله ارسلا، د شواک ولسوالی ولسوال مولوي نورالله انس، د کرنې ریاست سلاکار او کارکوونکو، د پاملرنې مؤسسې استازو، قومي مشرانو او بزګرانو ګډون درلود.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عشر آمر مولوي ارسلا د پروژې د پیل پر مهال د نوي کوټ کلي اوسېدونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، چې په دې سیمه کې به د کرنې ریاست د پاملرنې نړۍوالې مؤسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په مالي ملاتړ، ۱۵ متره سربند، ۲۳ متره محافظتي دېوال او ۲۳ متره اوږد کانال په ۲ میلیونه افغانیو جوړ شي. دغه پروژه به د یوې نیمې میاشتې په موده کې بشپړه شي او کرنیزې ځمکې به خړوبې کړي او د سیلابونو له زیان څخه به یې وساتي. هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په ترڅ کې به ۵۰ تنه ځايي اوسېدونکو ته د ۴۵ کاري ورځو لپاره د کار فرصتونه برابر شي.
ځايي اوسېدونکو او کروندګرو دغه پروژه د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره ګټوره وبلله او د ورته پروژو پر تطبیق یې ټینګار وکړ، ترڅو د اوبو بندونو، محافظوي دېوالونو او نورو رغنیزو چارو په مرسته خپلې ځمکې خوندي او حاصلخېزې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت