د پکتیا سیدکرم کې یوشمېر کورنیو ته د هګیو چرګانو فارمونه جوړ شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۵:۵۲
د پکتیا سیدکرم کې یوشمېر کورنیو ته د هګیو چرګانو فارمونه جوړ شول


۲۳ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي،چې دیاد ریاست اړوند د ټولنې په ګډون د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې په همکارۍ د سیدکرم ولسوالی پر هغو سلو کورنیو د هګیو چرګانو فارمونه وېشل شوي، چې د ځنګلونو په ساتلو او بیا رغونه کې یې په لوړه کچه کار کړی وو.
دغه راز د یادې برنامې مسوولینو دوی ته ډاډ ورکړ چې په ورته ډول د ځنګلونو  د ښې ساتنې په باره کې به دغه ډول اقتصادي همکارۍ لا زیاتې کړي.
 د یادولو وړ ده، چې په نوموړو فارمونو کې هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعي هګۍ اچوونکي چرګې او ۲۵۰ کیلو ګرامه معیاري خوراکه ووېشل شوه.
 همدارنګه د اوبو او دانو لوښی ، چونه او د چرګو د ساتلو خونې لپاره د اړتیا وړ توکې هم ورته  څو ورځی وړاندی وېشل شوي وو.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، په پلان کې ده چې یادو فارمونو ته به په راتلونکې کې د بیا ځل واکسین او ویټامین لرونکي خوارکي توکي هم ووېشل شي، دغه راز د روزنې ،پالنې او د واکسینونو د استمعال په برخه کې به په دوامداره ډول ورکشاپونه هم ورته په لاره واچول شي.
 دغه فارمونه ګټه اخستونکو کورنیو ته د کاري مصروفیت په پیداکولو سربېره د هغوی په اقتصادي وضعیت هم مثبت اغیز ولري .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت