د پکتیا سیدکرم کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ترناب، محافظتي دېوال او کانال جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۴۲
د پکتیا سیدکرم کې د دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ترناب، محافظتي دېوال او کانال جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ کوټکي کلي کې د ترناب، محافظتي دېوال او کانال جوړونې د بنسټ ډبرې ایښودلو مراسم ترسره شول، چې پکې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د سیدکرم ولسوال قاري احسان الله جمال، د کرنې ریاست سلاکار، د یاد ریاست کارکوونکو، د پاملرنې مؤسسې استازي، د ولسوالۍ قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړی وو.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د مراسمو پر مهال د کوټکي کلي اوسېدونکو ته د کانال د جوړولو د چارو د پیل مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې په دې سیمه کې به ۱۳ متره ترناب او سربند، ۲۴ متره محافظتي دېوال او ۱۰ متره کانال د کرنې ریاست په همکارۍ او د پاملرنې نړیوالې مؤسسې او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په مالي ملاتړ، د شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت، د یوې میاشتې په موده کې جوړ شي. هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼې کرنیزې ځمکې خړوبې شي او د سیلابونو له زیان څخه به خوندي شي.
ښاغلي هاشمي همدارنګه وویل، چې د کانال د جوړولو په چارو کې به د سیمې ۴۰ تنه اوسېدونکو ته د ۳۰ ورځو لپاره کاري فرصتونه برابر شي او د سیمې بزګرانو ته به د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ځايي اوسېدونکي او کروندګر دغه کانال د خپلو کرنیزو ځمکو لپاره خورا ګټور بولي او له حکومت څخه د ورته رغنیزو پروژو د زیاتولو غوښتنه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت