د پکتیا د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۰:۳
د پکتیا د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت د ولسوالیو کارکوونکو ته یوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د ګډونوالو هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د ورکشاپ موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په عملي ډګر کې ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
د یاد پروګرام په ترڅ کی د پلان او «ام آی اس» مدیریت له خوا د باران سنجونو نصب لارې چارې، شمېرو او ارقامو ترتیبول، (کوبوسیسټم) او (اوپن کمره) په هکله هر اړخيز معلومات ورکول شول.
د پروګرام په پای کې د هرې ولسوالی مسؤل ته باران سنجونه وسپارل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت