د پکتیا دکرنې رییس کارکوونکو ته؛ یو پر بل پوره اعتماد او باور ولرئ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۱:۲۱
د پکتیا دکرنې رییس کارکوونکو ته؛ یو پر بل پوره اعتماد او باور ولرئ

 د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید دیاد ریاست اړوند د طبیعي سرچینو  اداري کارکوونکو سره ګډه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس  مولوي عبدالرؤف سعید، د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا، د ریاست آمرینو  اوکارکوونکو شتون درلود.
د غونډې په پيل کې د پکتیا د طبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا ګډونوالو ته وینا وکړه، نوموړي اداري کارکوونکی وهڅول تر څو په ټولو چارو کې د الله ج د رالېږلی کتاب او محمدي سنتو لارښونو ته غوږ ونیسي  او د اسلامي احکامو سره سم د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) پرسنتو ځانونه برابر کړ ( ږیرې پرېښودل ) او له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې ټول دي صورت او سیرت په سنت طریقه برابر کړي، هغه دا د مشرانو امر یاد کړ او عملي کول یې هم پر ټولو دولتي کارمندانو لازم وګڼل.
ورپسې د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس  مولوي عبدالرؤف سعید، کارکونکو ته وویل: "یو پر بل پوره اعتماد او باور ولری، ورځني رسمي سپارل شویو کارونوکې له یو بل سره  په پوره همغږي ترسره کړۍ، او د نبوي سنتو سره سم ځانونه تنظیمول، له یو بل سره بغض حسد ( کینه ) څخه ډډه وکړئ او په خپل وخت د جماعت سره لمونځ ادا کړئ."

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت