د پکتیا دکرنې رییس د کرنې د پراختیا صندوق له استازو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۱:۴۱
د پکتیا دکرنې رییس د کرنې د پراختیا صندوق له استازو سره وکتل

 ۲زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولو عبدالرؤف سعید د کرنې د پراختیا صندوق استازي سره دهمغږۍ او راتلونکو کړنو په اړه ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کی د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د مالدارۍ آمر قاري نورالله درویش، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنیزي پراختيا صندوق استازی حشمت الله تاند او د یادی اداری کارکونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د پکتیا د کرنی، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنیزي پراختيا صندوق له کړنو د خوښې ترڅنګ وویل، چې د دوی د دغه ډول کړنو چې په راتلونکي کې به د یاد ریاست سره په همغږۍ پیل شي خوښي دی او ټینګار یې وکړ چې څومره ژر وي د یادو فعالیتونو لومړنۍ او مقادماتي کارونه پیل شي.
ورپسې د کرنې د پراختیا صندوق استازی حشمت الله تاند په خپل وار د پکتیا د کرنې ریاست سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې  خپل پلانونه شریک او د راتلونکوفعالیتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلی تاند وویل، جې موږ بزګرانو او مالدارانو ته کوچنۍ او لوی پورونه ورکوو ترڅو دوی خپله کرنه او مالدارۍ ته پراختیا ورکړي او د پورونو د ترلاسه کولو شرطونه یی تشریح کړل.
د کرنې د پراختیا صندوق استازی په خپلو خبرو کې وویل: «مالي تمویل غوښتونکی باید د افغانستان تابعیت ولري، د ماليې ورکړې پیژندنې شمېره ولري، د اړونده څانګې یا ادارې جواز ولري، کرنیزه سوداګرۍ کې لږ تر لږه یو کال کاري تجربه ولري، په غیر قانوني کړنو کې ښکیل نه وي، کاروبارو يی غیر شرعي او غیر قانوني نه وي، د تیر کال مالی راپورنه ولري او د تضمین لپاره جایداد ولري.»
هغه وویل، چې د پیسو د بیرته ورکړې د مشتري او صندوق ترمنځ د ګډ تفاهم له لارې د کاروبار یا فعالیت د دوران په نظر کې نیولو سره ټاکل کېږي، که چېرته د مرابحې تړون د شرکتونو، بزګرانو، کوپراتیفونو او یا هم د کرنیزو اتحادیو سره وي نو د پیسو د ورکړې موده د یو څه مهلت څخه وروسته په میاشتني، ربعوار او یا هم په یوځل ټاکل کیږي.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید دوی ته په ډاډ سره د کرنې رياست د بشپړې همکارۍ د ژمنې ترڅنګ وويل چې هڅه وکړئ ترڅو ولسونو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې با ارزښته پروژې پلې کړئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت