د پکتیا دکرنې رییس د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۹:۳۸
د پکتیا دکرنې رییس د ټیکا مؤسسې له رییس سره وکتل

۱۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سیدامین هاشمي او د  کرنې ریاست مشاور صالح محمد احمدي د ټیکا مؤسسې له مشر فاضل اکین اردوغان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د مخدره موادو  د بدیل کښت پر پېژندلو او په بېلابېلو برخو کې له بزګرانو او مالدارانو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د پکتیا دکرنې رییس مولوي سیدامین هاشمي وویل: «په افغانستان کې د مخدره موادو  کښت ختم شوی، خو کروندګر اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دوی دمخدره موادو د بدیل لپاره لاسنیوی ته اړتیا لري، سره له دې چې اسلامي امارت دا کار په کمه بودیجه کوي، خو د مؤسسو مرسته هم اړین دی.»
ښاغلی هاشمي له دوی څخه وغوښتل، چې په پکتیا ولایت کې د مختلف النوع  اصلاح شویو تخمونو وېش، د ځنګلونو د بیارغونې او احداث، د مالدارانو د ملاتړ او امراضو مخنیوي په برخه کې پروژې پلي کړي او ټینګار یې وکړ چې خپل فعالیتونه  د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.
په افغانستان کې د ټیکا مؤسسې مشر فاضل اکین اردوغان وویل  دا حقیقت دی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د مخدره توکو کښت تقریبا صفر ته راټیټ کړی، چې دا یو نړۍوال خبر ګرځیدلی، خو ددې لپاره چې بزګران یوځل بیا دمخدره موادو  کرکیلې ته و نه هڅېږي، باید پر یوې لارې چارې غور وشي او موږ په دې برخه کې همکاري کوو.
 د یادونې وړ ده چې د ټیکا مؤسسه له ۱۹۹۲ کال راهیسې فعالیت کوي او د روغتیا، پوهنې، د تاریخي ځایونو او جوماتونو بیارغونې او دغه راز د کرنې په برخو کې فعالیت کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت