د پکتیا دکرنې رییس د منډهیر وړاندیز شوی ملي پارک څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۱۱
د پکتیا دکرنې رییس د منډهیر وړاندیز شوی ملي پارک څخه لیدنه وکړه

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي او ورسره مل پلاوی د منډهیر وړاندیز شوی ملی پارک څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه.
نوموړی پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د اریوب ځاځیو ولسوالی مرستیال سره وکتل او  وروسته  د منډهیر وړاندیز شوی ملی پارک څخه لیدنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې قراردادي شرکت ته د پارک ساتلو، کثافاتو راټولولو او سیلانیانو لپاره د لازمو آسانتیاو برابرولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
د یاد سفر موخه د اوبو د ستونزې حل او د خارجي سرک جوړولو لپاره سیمې څخه هم لیدنه وه، ترڅو په راتلونکی کې دوهم سرک جوړ شي.
دغه راز یاد پلاوی د منډهیر قوریې څخه هم لیدنه وکړه او د یادې قوریې مسئولینو ته یې د قوریه جاتو بیا احیا او احداث په اړه لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو په راتلونکی کې په زیاته اندازه نیالګي تولید او د ځنګلونو د بیا احیا په دوامداره ډول ترسره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت