د پکتیا دکرنې رییس د دې ولایت د څارنې او ارزونې کډ پلاوي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۵۳
د پکتیا دکرنې رییس د دې ولایت د څارنې او ارزونې کډ پلاوي سره وکتل

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا ولایت د څارنې او ارزونې ګډ پلاوی د پکتیا دکرنې رییس او ددې ادارې له کارکوونکو سره د ګډې ناستې ترڅنګه د یادې ادارې له بېلا بېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه.
په یاده ناسته کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د امرباالمعروف او نهي عن المنکر رییس مولوي سیدجمال جمالي، د پکتیا ولایت د استخباراتو مسئول، د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسئول مولوي محمد صابر فاروقي، د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ارزونې آمر هارون مجاهد، د پکتیا د کرنې ریاست آمرینو او کارمندانو ګډون کړی و.
ددې غونډې په ترڅ کې د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعد د پکتیا د کرنې ریاست کړنې، لاسته راوړنو او پرمختګونو د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
په همدې حال کې د پکتیا امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریی مولوي سید جـــمال جمالي د علم او پوهې پر ارزښت او اهمیت له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
ښاغلي جمــــالي په اداره کې د دندې او مسؤلیت په ښه شان ترسره کولو او په بشپړه ژمنتیا سره د چارو همغږي کول هغه څه یاد کړل، چې پر اساس به یې ادارې چارې لا ګړندۍ شي.
ددې لیدنې موخه د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارو ارزونه او ددې ریاست له کارکوونکو سره لیده کاته ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت