د پکتیا دکرنې ریاست: د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې سره پر همغږۍ ټینګار وشو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۱:۲۰
د پکتیا دکرنې ریاست: د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې سره پر همغږۍ ټینګار وشو

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداې «FAO»  چارواکو د پکتیا د کرنې رییس مولوي عبدالرؤف سعيد سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د FAO مؤسسې مسؤلینو له ښاغلی سعید سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
د پکتیا دکرنې رییس مولوي سعيد په خپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې مؤسسې له مسئولينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ په پوره شفافيت سرته ورسوي، نوموړي همداراز وويل چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کی سهولتونه هم رامنځته کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت