د پکتیا دکرنې ریاست اوونیزه غونډه دائره 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۲:۹
د پکتیا دکرنې ریاست اوونیزه غونډه دائره 

۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د ياد رياست له کارکوونکو سره اوونزه ادارې غونډه د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غوډه کې، د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید د پیل په وینا کې لارښوونیزې خبرې وکړې او د یاد ریاست له اړوندو کسانو څخه د دوی د کار اړوند راپور واورېد.
په غونډه کې د ياد رياست د آمرينو او عمومي مديرانو له لورې د خپلو تېرو ترسره شويو کړنو راپور شريک او خپلو برخو کې يې د ستونزو، پرمختګونو او وړانديزونو يادونه هم وکړه.
ښاغلي مولوي عبدالرؤف سعید د ياد رياست کارکوونکي په خپلو برخو کې خپلو کارونو ته متوجه کړل، نوموړي له کارکوونکو وغوښتل چې خپلې چارې په خپل وخت او په سم ډول سرته ورسوي.
همداراز ښاغلي سعید د ادارې کارکوونکو ته لازمی سپارښتنی وکړی ترڅو خپلی چاری په چټکی سره ترسره کړ او د ښه ترسراوي غوښتنه يې وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت