د پکتکیا دکرنې رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره وکتل
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري د خپل کار په دفتر کې د «هلټو» مؤسسې له ولايتي او مرکزي چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د یادې مؤسسې چارواکو د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور د پکتیکا ولایت دکرنې رییس ته وړاندې او د کرنیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پکتیکا دکرنې رییس مولوی محمدزمان عمري د پروژو په پلي کولو کې پر روڼتیا د ټینګار ترڅنګ دوی سره د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.