د پروان ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو کړنې و ارزول شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۲:۳۲
د پروان ولایت د کرنې ریاست د کارکوونکو کړنې و ارزول شوې

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ پلاوي، چې د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او متخصصینو په شتون سره پروان ولایت ته سفر کړی ددغه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو د کړنو ارزونه یې وکړه. 
دغه پلاوی چې د بزګرانو او مالدارانو د وضعیت د څېړنې، د عشر او زکات د انسجام او راټولولو، د وزارت د خالصه عوایدو د تنظیم، د کرنې او مالدارۍ د پراختیا او د طبي بوټو د ساتنې په موخه پروان ولایت ته تللی دی، د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کارکوونکو کړنې وارزولې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې دوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

کارکردهای کارمندان ریاست زراعت ولایت پروان ارزیابی شد 
هیئتی که به سرپرستی ملا آغاجان آخند حاجی سالم معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور شماری از روئسا و متخصین وزارت زراعت به ولایت پروان سفر کرده است کارکرد کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت را ارزیاب کردند.
این هیئت که به منظور بررسی وضعیت دهاقین و مالداران، انسجام و جمع آوری عشر و زکات، تنظیم عواید جایدادهای خالصه وزارت، انکشاف زراعت و مالداری و حفاظه نباتات طبی  و منابع طبیعی به ولایت پروان سفر کرده اند چگونگی کارکرد کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت را ارزیابی کرده و هدایت لازم را جهت بهبود امور سپردند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت