د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۲۵ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۳۷
د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۲۵ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۲۵ سره مېښو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، یادې میښې د سپین بولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په قاچاقي ډول هېواد ته رالیږدول کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یې مخه ونیول شوه. د هغوی په وینا د یاد قاچاق په تړاو یو تن هم نیول شوی دی، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادو څارویو د قاچاق مخه په داسي حال کې نیول کیږي چې، په دې وروستيو کې د کندهار ویښو او بیداره مجاهدینو پر ډیورنډ فرضي کرښه څو ځلي د څارویو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده او هیڅ چاته یې اجازه نه ده ورکړي، چې څاروي کندهار ته را انتقال کړي، چې د همدې هڅو په دوام یې تېرو درې ورځو کې هم د ۴۰ نورو غواوو مېښو د قاچاق مخه نیولي وه.


جلوگیری از قاچاق حیوانات از پاکستان در ادامهٔ تلاش‌های موفق؛ این‌بار از قاچاق ۲۵ رأس گاومیش جلوگیری شد
۱۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رمضان‌المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار می‌گوید که یک‌بار دیگر در ولسوالی سپین بولدک از سوی مجاهدین هوشیار از قاچاق ۲۵ رأس گاومیش جلوگیری شده است.
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که این گاومیش‌ها از طریق خط فرضی دیورند در ولسوالی سپین بولدک به‌گونه قاچاقی وارد کشور می‌شدند، اما در نتیجه اقدام سریع نیروهای امنیتی از انتقال آن جلوگیری شد. به گفته آنان، در پیوند به این قضیه یک تن نیز بازداشت شده است که پس از تصمیم محکمه با وی برخورد قانونی صورت خواهد گرفت.
جلوگیری از قاچاق این حیوانات در حالی صورت می‌گیرد که در روزهای اخیر مجاهدین هوشیار در امتداد خط فرضی دیورند چندین بار تلاش‌ها برای قاچاق حیوانات را خنثی کرده‌اند و اجازه نداده‌اند که حیوانات به کندهار انتقال داده شوند. در ادامه همین تلاش‌ها، در سه روز گذشته نیز از قاچاق ۴۰ رأس دیگر گاو و گاومیش جلوگیری شده بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۳
Background image

هېواد کې معیاري سړې خونې؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې مهمه اسانتیا

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د حاصلاتو د ساتنې، د بازار د اړتیا له مخې د محصولاتو د عرضه کولو او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست کې د عوایدو زیاتوالي په موخه غونډه ترسره شوه

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي، د. . .

بازگشت