د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د یوشمېر مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۳
د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د یوشمېر مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د یوشمېر مېښو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، یادې میښې د سپین بولدک ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې په قاچاقي ډول هېواد ته رالیږدول کېدې، چې د امنیتي ځواکونو د چټک اقدام په پایله کې یې مخه ونیول شوه. د هغوی په وینا د یاد قاچاق په تړاو یو تن هم نیول شوی دی، چې د محکمې له پرېکړې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
د یادو څارویو د قاچاق مخه په داسي حال کې نیول کیږي چې، په دې وروستيو کې د کندهار ویښو او بیداره مجاهدینو پر ډیورنډ فرضي کرښه څو ځلي د څارویو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده او هیڅ چاته یې اجازه نه ده ورکړي، چې څاروي کندهار ته را انتقال کړي، چې د همدې هڅو په دوام یې تېرو درې ورځو کې هم د یوشمېر نورو غواوو مېښو د قاچاق مخه نیولي وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت