د ټولنيز پراختيا او تلپاتې معيشت پروژې تخنيکي ټيم سره د کرنې او مالدارۍ معينيت د همغږۍ او رهبرۍکمېټې غونډه په لاره واچول شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۲:۴۲
د ټولنيز پراختيا او تلپاتې معيشت پروژې تخنيکي ټيم سره د کرنې او مالدارۍ معينيت د همغږۍ او رهبرۍکمېټې غونډه په لاره واچول شوه

د ټولنيز پراختيا او تلپاتې معيشت پروژې تخنيکي ټيم سره د کرنې او مالدارۍ معينيت د همغږۍ او رهبرۍکمېټې غونډه په خوست او پکتيا ولايتونو کې ددې پروژې د لاښه پلي کېدو په پار په لاره واچول شوه.
دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري له تخنيکي ټيم او د پروژې له آمر ښاغلی مولر انډر ډانل (Muller Ander Daaniel)  سره ليدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې ليدنه کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال په افغانستان کې د سويس  له همکاريو او پراختيايي ادارې فعاليتونو څخه قدرداني وکړه او ددې پروژې تر ملاتړ لاندې پروژو د پلي کېدو ډاډ يې ورکړ.
هغه وويل، چې پروژې په ښه ډول پلان او پلي کېږي تر څو له يوې خوا د خوست او پکتيا ولايتونو بېوزلو بزګرانو ته ډېرې ګټې ورسېږي او له بلې خوا د هېواد کرنه مسلکي عصري او تلپاتې شي.
وروسته د ټولنيز پراختيا او تلپاتې معيشت پروژې آمر ، مولر انډر ډانل، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له فعاليتونو مننه وکړه او په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پياوړتيا په موخه ددې پروژې پر لازياتو همکاريو ټينګار وکړ.
 دغه راز  محمدتواب ستانکزی په خوست او پکتيا ولايتونو کې، د يادې پروژې د بشپړ شويو او نيمه بشپړشويو پروژو په هکله مالومات وړاندې کړل. د ښاغلي ستانکزی په خبره دا پروژه د لسو کلونو (May ۲۰۱۳-July ۲۰۲۳) لپاره ده، چې په درو  پړاوونو کې پلي کېږي او ټوليزه بوديجه يې ۱۵.۳ميليونه امريکايي ډالر ده.
 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري د دواړو خواوو ترمنځ پر لازياتو همکاريو او همغږيو ټينګار وکړ.
د يادې پروژې آمر او تخنيکي ټيم دکرنې وزارت له همکاريو او ملاتړ څخه د قدردانی ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ مرستيال ټولې سپارښتنې او د ګډونوالو نظرياتو ته په کتو به په خوست او پکتيا ولايتونو کې خپل فعاليتونه تر سره کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

جلال‌اباد ښار کې ۸۶ بېوزله کورنیو ته کرنیز وسایل، اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شول

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ «امید» مؤسسې په همکارۍ د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې د انځرو لسګونه بڼونه جوړېږي

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د کندهار کډوالو مؤسسې «کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۳۷
Background image

د قاچاقي څارویو پر وړاندې هلې ځلې، دا ځل د ۴۳ سره مېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت د معلومات له مخي، د سپین بولدک ولسوالی پر ډیورنډ فرضي کرښه د ویښو او. . .

بازگشت