د وزارت د داخلي بودیجې د کمېټې نوبتي غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۵:۲۲
د وزارت د داخلي بودیجې د کمېټې نوبتي غونډه دائره شوه


۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د داخلي بودیجې کمېټې غونډه د دغه وزارت د سکتوري ریاستونو د رییسانو او دغه راز د پلان لوی ریاست او د ځمکو چارو لوی ریاست د استازو په شتون کې د مولوي ضیاء الدین وقف په مشرۍ دائره شوه.
په دې غونډه کې مالي او حسابي رییس مولوي ضیاالدین واقف د بودجې د کمېټې د هغې غونډې د پایلو په اړه چې د پراختیایي پروژو په اړه د مالیې وزارت د پلان او پالیسۍ په معینیت کې دائره شوې وه، خبرې وکړې او د کمېسیون غړو ته یې په دې هکله بشپړ معلومات ورکړل.
په همدې حال کې په یاده غونډه کې د ١٤٠٣ کال د نویو پراختيايي پروژو د نومونو د اصلاح په اړه بحث او د نظرنو تبادله وشوه او له غور او بیاکتنې وروسته د يادو پروژو نومونه اصلاح شول.
دغه راز مالي او حسابي ریاست ته د روان کال د بودیجې د لګولو او په وخت سره د هغې د مصرفي اسنادو د وړاندې کولو په اړه د سکتورونو رئیسانو ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړل شوې او ددې لپاره چې د کال په وروستۍ ربع کې یو له هغوی وغوښتل شول، چې چارې باید په خپل وخت ترسره شي.

جلسه نوبتی کمیته داخلی بودجه وزارت برگزار شد 
۵ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه نوبتی کمیته داخلی بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور ریسان ریاست های سکتوری وزارت و ریاست عمومی پلان، ریاست عمومی اراضی به رهبری مولوی ضیاءالدین واقف برگزار شد.
در این جلسه  مولوی ضیا الدین واقف رئیس مالی و حسابی در مورد نتایج جلسه کمیته بودجه که درمعینیت پلان و پالیسی وزارت مالیه پیرامون پروژه‌های انکشافی  تدویر یافته بود صحبت نموده  و معلومات مکمل به اعضای کمیته  ارایه نمود.
در عین حال در جلسه متذکره  در مورد اصلاح نام پروژه‌های جدید انکشافی سال 1403 بحث و تبادل نظر صورت گرفت که پس از غور و بازنگری نام پروژهای یاد شده اصلاح گردید.
در مورد مصرف بودجه سال جاری و ارایه به موقع اسناد مصرفی آن به ریاست مالی و حسابی برای روسای سکتوری رهنمایی و مشوره‌های لازم  داده شد از آنها خواسته شد که چون در ربع اخیر سال مالی قرار داریم باید اجرات به موقع صورت گیرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت