د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سبو یوزر او ۳۵۰ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي
۴ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال په ترڅ کې د کندز، کندهار، بلخ، ننګرهار، هرات او کابل په ولایتونوکې د سبو یوزر او ۳۵۰ ننداریزې قطعې جوړ کړي دي. دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې رغول شوي دي.
دغه راز د روان کال په ترڅ د ننګرهار، جوزجان، هرات اوبلخ په ولایتونو کې ۲۱۰ لوی او واړه عصري شنې خونې هم جوړ شوي دي. د غه شنې خونې هر یوه یې په ۱۲۰ او ۳۰۱ مترمربع سیمه کې رغول شوي دي.