د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار دکرنې وزیر هڅې
۴ تله ۱۴۰۳ه.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد د بزګرانو، مالدارانو او نورو هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له لسګونو اوسېدونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په دغو ناستو کې د کرنې وزیر د هېوادوالو نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو خدماتي وزارت دی، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د هېواد کروندګرو او مالدارانو ته بېلابېلې چوپړتیاوې وړاندې کوي.
تلاشهای وزیر زراعت جهت خدمت رسانی به دهقانان و مالدارن کشور
۴ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به منظور حل مشکلات دهقانان، مالدارن و سایر شهروندان کشور با دها تن از باشندگان ولایتهای مختلف کشور دیدار کرده و مشکلات و پیشنهادات شان را استماع مینماید.
وزیر زراعت در این دیدارها نظریات، مشکلات، پیشنهادات شهروندان کشور استماع نموده و به مسوولان مربوطه هدایت لازم را جهت حل آن میسپارد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری یک وزارت خدماتی بوده که خدمات مختلف را به منظور رشد و انکشاف سکتور زراعت و مالداری به دهقانان و مالدارن کشور اراییه میدارد.