د هلمند ګرمسېر کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۱:۱۶
د هلمند ګرمسېر کې لسګونه بزګران وروزل شول

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د جک مؤسسې په مالي همکارۍ، په ګرمسېر   ولسوالی کې ٨٠ تنو بزګرو ته د اصلاح شویو غنمو د کروندو د ښې روزنې په اړه زده کړې ورکړي دي.
دغه زده کړې هغو بزګرانو ته په لاره اچول شوې وه، چې څه موده وړاندې ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکول شوي دي.
د دې زده کړو په لړ کې یادو بزګرانو ته د نوې او پرمختللې کرکېلې لارې چارې، د غنمو کروندو ته د اړتیا وړ اوبو او کیمیاوي سرې ورکونې، د نباتي ناروغیو مخنیوی، د بې ګټې وښو له منځه وړلو او حاصلاتو راټولولو په اړه روزنه ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې د کرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت