د هلمند ګرمسېر کې سلګونه بزګران روزل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴
د هلمند ګرمسېر کې سلګونه بزګران روزل کېږي

۱۹ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت ګرمسېر ولسوالی کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو ښې کرنې او روزنې په اړه زده کړې ورکول کېږي.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي
دغه زده کړې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د پوهي کچي لوړولو یا جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي.
د دغو زده کړو موخه په هلمند کي د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت