د هلمند ګرمسیر کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۲:۲۷
د هلمند ګرمسیر کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د افغانانو د پوهې او وړتیا لوړولو یا جک مؤسسې په همکارۍ، ددې ولایت ګرمسېر  ولسوالی  ٣٠٠٠ بزګرانو ته دغنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرې وېشلو په موخه د مستحقینو د انتخاب سروې پیل شوې ده. 
د سروې دغه چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ادامه لري، چې په تعقیب به یې هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم،  ٥٠ کیلوګرامه سپین او ٥٠ کیلو ګرامه تور کیمیاوي سره ورکول کېږي.
د دې پروسې موخه په دې ولسوالی کې د بزګرانو ملاتړ دی، چې پر مټ به یې ځمکوال وکولای شي له خپلو ځمکو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت