د هلمند ګرشک کې په ٣٠ بې وزله او اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۰:۳۳
د هلمند ګرشک کې په ٣٠ بې وزله او اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ، ددې ولایت په ګرشک ولسوالی کې پر ٤٠ بېوزلو او اړمنو کورنیو د شېدو وزې او او اړونده وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ٢ راسه دشېدو وزې، ٤ راسه دبزو مرغومان،  ٢٥کیلوګرامه کنجاړه، یو عدد د کالوڅرخ، یو عدد اوتو، یوه پایه میز ، یو عدد قیچي او یوه پایه دګازو ډبه شامله ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص، انتخاب او وېش چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.
د چارواکو په خبره دغه مرستې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او دغه راز د مالدارانو د هڅونې په موخه ترسره شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

د افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا پروژه د درېیو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغان اېډ مؤسسې مسؤلین وایي، د «افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا» پروژه، چې تر دې وړاندې د هېواد په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

بادغیس کې د کفشک حشرې پر ضد پراخه مبارزه؛ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د بوټې ژغورنې برخې مسلکي کارکوونکو د بزګرانو په همکارۍ د کفشک حشرې پر ضد مبارزه لا. . .

بازگشت