د هلمند ګرشک کې پر لسګونو اړمنو کورنیو د چرګانو خوراکي توکي ووېشل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۲:۲
د هلمند ګرشک کې پر لسګونو اړمنو کورنیو د چرګانو خوراکي توکي ووېشل شو

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) په همکارۍ، څه موده وړاندې په ګرشک ولسوالی کې لسګونو بې وزلو، او اړمنو کورنیو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي، چې په تعقیب یې یادو کورنیو ته د چرګانو خوراکه وویشل شوه .
د دې مرستې په لړکې د هلمند د ګرشک ولسوالی ٤٥ کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو لپاره هرې کورنۍ ته ٦٥ کیلو ګرامه د چرګانو خوراکي توکي وېشل شوي دي. 
تر دې وړاندې په نوموړې ولسوالی کې یادو کورنیو،  هرې کورنۍ ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړلو لوښې او نور توکي ورکړل شوي دي. 
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله کورنیو اقتصادي ودې ته په کور دننه د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت