د هلمند ګرشک کې د نباتي او حیواني درمل پلورنځیو څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۲۹
د هلمند ګرشک کې د نباتي او حیواني درمل پلورنځیو څارنه وشوه

۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان له مخې هلمند کې د نباتي او حیواني درملتونونو او پلورنځيو څخه څارنه او ارزونه کېږي.
په همدې موخه ددې ادارې اړوندو چارواکو دغو مراکزو څخه وخت په وخت لیدنې او ارزونې کوي، تاریخ تېر او بې کیفیته درمل راټولوي او په ترتيب سره د یادو درملتونونو مالکانو ته په معیاري شکل لارښونې کوي.
د همدې پروسې په لړ کې د هلمند ګرشک ولسوالی کې د ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، ښاروالۍ او د کرنې ریاست سیمه ییز مسؤلین  شامل دي  له ګڼو نباتي او حیواني درملتونونو او د پلور له مراکزو لیدنې او ارزونې تر سره کړي دي.
نوموړي پلاوي له بېلابېلو درملتونونو څخه نږدې ٩٠ لیتره مختلف النوع حیواني او نباتي تاریخ تېر درمل راټول او په ځانګړي زېرمتون کې ځای پر ځای کړل.
 د یاد پلاوي لخوا  هغه شمېر درمل پلورونکو ته چې مسلکي وړتیا نلري ددرملو له پلور، د ناروغیو تشخیص، وقايې او په دې برخه کې له هر ډول کار او فعالیت  کولو څخه منع کېږي.
ددې پروسې موخه داده ترڅو هلمند کې دغه ډول مراکز معیاري او په ټولو شرایطو برابر شي، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې شي او د راتلونکو احتمالي ګواښونو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت