د هلمند ولایت کرنې ریاست په تشو بستونو کې له لسګونو کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۱:۵۷
د هلمند ولایت کرنې ریاست په تشو بستونو کې له لسګونو کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست خپل تش مسلکي بستونه د ازاې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلې وه، چې لسګونو کسانو ورته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
له یادو غوښتونکو څخه په داسې حال کې چې د ولایت مقام، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، اسختباراتو او کرنې ریاست استازو حضور درلود په شفاف ډول ازموینه واخستل شوه. 
د ازموینې د پیل پر مهال د هلمند ولایت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي وویل، چې خپل مسلکي تش بستونه یې په دې موخه ازاد رقابت ته وړاندې کړي دي تر څو بیله توپیره د خپلې وړتیا او لیاقت له مخې ورته مسلکي کدرونه جذب کړي، هغه همدارنګه وویل :« هغه کسان چې په ازموینه کې بریالي کېږي باید د اسلام مبارک دین په رڼا کې د نظام د اصولو او مقرراتو مطابق یې موخه او هدف ملت ته خدمت کول وي».
د هملند دکرنې رییس زیاته کړه، چې په ازموینه کې به یوازې د مسلک او وړتیا له مخې هغه کسان بریالي کېږي، چې د ازموینې د کمیسیون لخوا جوړو شویو پوښتنو ته دقیق ځوابونه ورکړي. دهلمند دکرنې رییس ګډونوالو ته د یادې پروسې په اړه د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت