د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت والي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۴:۲۱
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت والي سره وکتل

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره په داسې حال کې چې دکرنې ریاست او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج، د استخباراتو رییس الحاج مولوی ناظم، د امنیې قوماندانۍ مرستیال او سرپرست الحاج ملا اغاولي نوراني، عدلې رییس الحاج مولوي محمد محمدي، لښکرګاه ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني، د امارتي قضایاو آمر مولوي عبدالقاهر عاصم،  د تخنیکي پلاوي د همغږۍ مدیر مولوي خدایداد مهاجر او د ځمکو د تنظيم آمریت کارمند انجنیر حامد بشیري هم حضور درلود وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د هلمند ولایت د تخنیکي پلاوي رییس لخوا  هلمند کې د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په برخه کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه تفصیلي معلومات د هلمند له والي سره شریک شو.
ورپسې د تخنیکي پلاوي رییس لخوا، د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسون لخوا راغلي څو مهم موضوعات د هلمند والي ته وړاندې کړل چې د غونډې ګډونوالو لخوا ورباندې هر اړ خیزه بحث او خبرې وشوې.
په یاده ناسته کې ښاغلي وهاج  له مرکزي کمیسون څخه راغلی رسمي هدایتونه چې په ګڼو مواردو کې د عملي تطبیق په موخه رارسیدلي دي هلمند والي صاحب ته ولوستل ، هغه وویل ، د کمیسون د لارښؤنې مطابق په هغو ځمکو کې چې دامارت تر ادعا لاندې او یا د امارتي املاکو شک پرې متصور وي په یادو ځمکو کې دې برمې او ژور څاګان نه وهل کیږي ، همدارنګه هلمند کې د حاجي محمدعیسی عمري دصنعتي پارک او اړونده ملکیتونو د شخصي او امارتي ځمکې تفکیک ، په مرکز لښکرګاه کې د ١٤ پلانونو د ځمکو بررسي، په مرکز لښکرګاه کې د یوې مشخصې ځمکې تعین چې پکې بې سرپناه کورنیو ته کورونه ورکول سي او د بریښنا ښارګوتي د ځمکې په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
د یادو موضوعاتو په تړاؤ د هلمند والي وویل، چې د تخنیکي پلاوي موظف پلاوی دې هڅه وکړي ترڅو د بیت المال د املاکو په تشخیص او تثبیت کې خپل وظیفوي مکلفیت په احسنه توګه سرته ورسوي او ددې ترڅنګ دې د عامو هېوادوالو د شخصي ځمکو او جایدادونو په برخه کې بې طرفه څېړنې ترسره کوي ، هغه همدارنګه وویل چې د هغو هېوادوالو لپاره چې غواړي په خپل هېواد کې پانګونه کوي ، فابریکې جوړوي او یا هم ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابروي دستونزو حل ته دې شرعي او قانوني لارو څخه پر وخت رسیده ګي کیږي، هغه همدارنګه د احمدشاهي مینې د تفصیلي پلان پر تطبیق ټینګار وکړ چې مسؤلینو ورته د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.
د هلمند والي تخنیکي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د ځمکو د غصب مخنیوئ تخنیکي پلاوي سره هر اړخیزه  همکاري کوي او ټول عدلي او قضایي ارګانونه به د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرامینو او احکاماتو مطابق د یاد پلاوي له چارو حمایت او ملاتړ کوي ترڅو امارتي ملکیتونه د غاصبینو له منګولو خلاص او بیت المال ته وسپارل شي.
په یاده ناسته کې همدارنګه په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشوې چې په ګڼو موضوعاتو کې ورباندې لازم تصمیمونه ونیول شول .
د یادولو وړ ده چې  د هلمند ولايت د ځمکو د غصب د مخينوي او غصب شويو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنيکي پلاوي د عاليقدراميرالمومين حفظه الله د (٦٩٦) ٣/ ٧/ ١٤٤٤ ګڼه حکم له مخي جوړ او کارونه یې په منظم ډول مخې ته روان دي، چې تر دې مهاله یې زرګونه جریبه امارتي ځمکې تشخیص، تثبیت او بررسي کړي دي .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت