د هلمند ناوې ولسوالی کې یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۵۹
د هلمند ناوې ولسوالی کې یوشمېر مالدارانو سره مرسته وشوه

۶ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ناوې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په همکارۍ، یادې ولسوالی کې د ٤٠ بزګرو او مالدارانو سره د غواګانو ساتنځای لپاره د د دروازو او کلکینانو مرسته وشوه 
یادو بزګرو او مالدارانو ته تر دې وړاندې د غواګانو د ساتلو غوجلې ترمیم شوي دي، چې په تعقیب یې د اړتیا وړ دروازې او کلکینان هم ددوی په واک کې ورکړل شول. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې ولسوالی له ګڼو مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت