د هلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو د کفشک د حشرې د مخنیوي کمپاین پیل شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۸:۲۴
د هلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو د کفشک د حشرې د مخنیوي کمپاین پیل شو

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د ناوې په ولسوالی کې د غنمو د کفشک د حشرې مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین چې، موخه یې د زرګونو هکتاره کرنیزو ځمکو د دې خطرناک آفت څخه پاکول دي، د کرنې ریاست د مسلکي کارمندانو تر څارنې لاندې روان دی.
د کمپاین په لړ کې کروندګرو ته د کفشک حشرې د پېژندنې، د هغې له زیانونو سره د مقابلې لپاره میخانیکي لارې چارې عملي وښودل شوې.
یاده حشره چې کوچنۍ، نسواري یا تور رنګ لري او اوږدوالی یې شاوخوا ۳ تر ۵ ملي متره پورې دی، د غنمو د خوشې د دانو پر سر برید کوي. دا حشره د خپلې اوږدې پوزې له لارې بدبویه مواد د غنمو د دانو دننه انتقالوي، چې له امله یې غنم بې بویه، بې رنګه او بې خونده کېږي، او په پایله کې د حاصل کمښت رامنځته کوي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وایي، دا کمپاین به د ناوی ولسوالی تر څنګ نورو کرنیزو سیمو ته هم وغځول شي، تر څو ټول غنم له دې مضره حشرې وژغورل شي.
کروندګر د دې کمپاین هرکلی کوي او وایي چې دا ډول اقدامات نه یوازې د غنمو د خوندي کولو لپاره مهم دي، بلکې دوی ته نوې کرنیزې لارې چارې هم ور زده کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت