د هلمند ناوه کې د ځمکې د غصب مخه ونیول شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۱:۴۹
د هلمند ناوه کې د ځمکې د غصب مخه ونیول شوه 

۲۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو لخوا او د اړونده امنیتي مسؤلینو په همکارۍ د ناوې ولسوالی  پنجاو دو سيمې دمنګلزو کلي طبيعي ځنګل د غصب مخنیوی شوی دی.
 په دې ولسوالی کې د طبيعي ځنګلونو او څړځايونو  د غصب د مخنیوی په موخه د هلمند دکرنې رياست اړونده د ځنګلونو مسؤل هغه زورواکي او غاصبين چې د ځنګلونو ځمکې یې غصب او یا هم په کرنیزو ځمکو اړولې د اړونده  امنیتي مسؤلینو په همکارۍ ونیول  او اړونده عدلي او قضایي ارګانونو ته یې وسپارل. 
د ځنګلونو قطع، غصب او په کرنیزو ځمکو اړول د هېواد د نافذه قوانینو له مخې جرم دی تر څنګ یې د طبعیت ښکلا ته په پراخه کچه زیان رسېږي .
دهېواد هر فرد مسؤلیت لري، چې ددغو طبیعي سرچینو  په ساتنه، پالنه او روزنه کې خپل انساني او اسلامي مسؤلیت اداکړي، د ځنګلو د قطع، غصب او له منځه وړلو څخه ډډه وکړي او د هر ډول وحشي او اهلي حیواناتو په ساتنه، روزنه او پالنه کې برخه واخلي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت