د هلمند ناوه کې د عمومي بڼ د سړکونو د بیارغونې چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۳:۲۶
د هلمند ناوه کې د عمومي بڼ د سړکونو د بیارغونې چارې پیل شوې

۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ناوې په ولسوالی کې د کرنې ریاست اړوند د عمومي بڼ د سړکونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
په دې پروژه کې د سړکونو رغول شامل دي، چې په دې سره به په یاد بڼ کې کرنیزې چارې کړنۍ شي.
 ناوې ولسوالی کې د عمومي بڼ چې پکې مېوه لرونکي بڼونه، تاسیسات او کرنیزه ځمکه شتون لري، د کرنې ادارې لخوا پکې د یادې ولسوالی د ځمکوالو لپاره بېلابېلې کرنیزې چارې سرته رسول کېږي، چې په رغولو سره به یې ددې ریاست په فعالیتونو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد بڼ د اوبو لګولو سیسټم او د اوبو ویشنې  ١٥ بابه دروازې هم رغول شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت