د هلمند ناوه کې د عمومي بڼ د بیارغونې چارې پیل شوې
۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ناوې په ولسوالی کې د کرنې ریاست اړوند د عمومي بڼ د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
په یادو رغنیزو چارو کې د یاد بڼ د هرزه وښو مخنیوی او سړکونو رغول شامل دي، چې په دې سره به په یاد بڼ کې د نیالګیو رشد او نمو ګړندۍ شي.
ناوې ولسوالی کې د عمومي بڼ چې پکې مېوه لرونکي بڼونه، تاسیسات او کرنیزه ځمکه شتون لري، د کرنې ادارې لخوا پکې د یادې ولسوالی د ځمکوالو لپاره بېلابېلې کرنیزې چارې سرته رسول کېږي، چې په رغولو سره به یې ددې ریاست په فعالیتونو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد بڼ د اوبو لګولو سیسټم او د اوبو ویشنې ١٥ بابه دروازې هم رغول شوي دي.